مصر كښې د نامعلوم وسله والو په ډزو كښې 5 پوليس اهلكار مړه شوي

قاهره 02 اكتوبر (اے پی پی)د مصر په شمالي سينائي صوبه كښې د نامعلوم وسله والو ډزو په ډزو كښې 5 پوليس اهلكار مړه شوي۔د مېډيا له مخې د مصر د كورنيو چارو وزارت په خپل بيان كښې وئېلي دي چې پوليس اهلكار د رخصتۍ نه پس بېرته پوليس سنټر ته راتلل چې په عريش ښار كښې نامعلومو وسله والو د هغوي ګاړې ودرولو سره په هغوي ډزې پېل كړې چې په نتيجه كښې يې پنځه اهلكار مړه شوي۔بيان له مخې د پنځو واړو اهلكارو مړي نزدې روغتون ته رسولو سره پلټنې پېل شوي