مشاهد حسېن سید او ډاکټر شذرہ منصب د عمومي اسمبلۍ صدر ته په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزې په اړه دستاوېزات وړاندې كړل

نیویارك 13 اکتوبر (اے پي پي) د كشمير په اړه د وزيراعظم خاص استازو سناتور مشاهد حسېن سيد او ډاكټر شذره منصب د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ صدر پېټر تھومسن ته په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو څخه د سرغړونو په اړه دستاوېزات وړاندې كړل۔ په دې موقع په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان دائمې استازې ډاكټر مليحه لودھي هم موجود وه۔ د شورو په ورځ د جاري شوې خبر پاڼې له مخې خاص استازو د ملګرو ملتونو د عمومې اسمبلۍ صدر په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو په اړه خبر كړو۔ ډاكټر شذره منصب ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو لخوا د پېلټ ګنز د كارولو په نتيجه كښې د سلګونو په شمېر خلق د بينائې څخه محروم شوي دي چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي۔ سناتور مشاهد حسېن سيد ووئيل چې هند د نړۍ پام د كشمير د مسئلې نه اړول غواړي۔ د عمومې اسمبلې صدر په صورتحال اندېښنه وښودله او باور ئې وركړو چې د امن ودې لپاره به هر ډول ممكنه هڅې وكړي۔