مشاهد حسېن سيد او ډاكټر شذره منصب د عمومي اسمبلۍ صدر ته مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو په اړه دستاوېز وړاندې كړو

نیویارک ۔ 12 اکتوبر (اے پی پی) د كشمير مسئلې لپاره د وزيراعظم خاص نمائندګانو سناتور مشاهد حسېن سيد او ډاكټر شذره منصب د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ صدر پیټر تھومسن ته مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د خلاف ورزيو په اړه دستاوېز وړاندې كړو۔ د وزيراعظم خاص نمائندګان سناتور مشاهد حسېن سيد او ډاكټر شذره منصب يوه اونۍ وروستو واشنګټن څخه نيويارك ته لاړل۔ په دې مهال ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مندوبه مليحه لودھي هم موجود وه۔ د شورؤ په ورځ د جاري كړې شوي پرېس ريليز ترمخه خاص نمائندګانو د عمومي اسمبلۍ صدر پیټر تھومسن مقبوضه كشمير كښې هندي ظلم او زور څخه خبر كړو۔