روس په سوريه كښې خپل فضائي طاقت زيات كړې

ماسكو 01 اكتوبر (اے پی پی) د روسيې يو ورځپانې ادعا كړې چې ماسكو په سوريه كښې په يوه پوځي اډه كښې د خپل ځواك شميره او وسله زياته كړې ده۔ ډېر زر به د روسيې جنګي چورلكې سوريه ته ورسې دغسې چې د سوريې ياغيانو په ضد روانې نښتې تندې كړی شي۔د روسيې ورځپاڼې”ازفسټيا” يو مشر د روسي ځواك په اړه وئېلي دي چې د روسيې جنګي الوتكې “سوخوي 24” او سوخوي 34 “د سوريې په الاذقيه ښار كښې جوړ شوې حميميم پوځي اډې ته رسېدلې دي۔پوځي چارواكې وئېلي د حاجت پھ وخت دوه ٬ دري ورځو كښې نور فضائي ځواك او وسله راغوښتلې شو۔د راپور له مخې سوريه ته د “سوخوي 25″جيټ الوتكو د لېږلو تياري هم روانه ده۔د دې الوتكو د عملې غړي ټاكل شوي۔د پوځي مشرتابه لخوا په امر ترلاسه كېدو به دا جنګي الوتكې هم سوريه ته لېږلې شي