رانا تنوير حسېن په كېف كښې د يوكرېن د قومي سلامتيا او د دفاع كونسل عمومي سېكتر او د يوكرېن د دفاع دوهم وزير سره ملاقاتونه وكړل

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن په كېف كښې د يوكرېن د قومي سلامتيا او د دفاع كونسل عمومي سېكتر او د يوكرېن د دفاع دوهم وزير سره ملاقاتونه كړي دي او ورسره ئې د دوه اړخيزه اړيكو د ودې نوې لارې لټولو په چارو خبرې كړې دي۔ د ملاقاتونو په مهال دواړو هېوادونو د ټانكونو او سمندري بېړو جوړولو په څانګو كښې د شريكو پروژو د پېل كولو په امكاناتو خبرې وشوې۔ د دې څخه وړاندې وفاقي وزير او د هېوي انډسټريز ټېكسلا چيئرمېن لېفټېننټ جنرال سيد واجد حسېن او د دفاعي پېداوار وزارت يو پلاوي سره په اېكسپو كښې ګډون هم وكړو۔