د پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف په ترهه ګرۍ كښې ككړو د لسو ترهه ګرو په سولۍ كولو د پرېكړې توثيق وكړو

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پی پی) د پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف د ترهه ګرۍ په كاروائيو كښې د ككړو لسو ترهه ګرو د سولۍ كولو د پرېكړې توثيق كړے دے ٬ دې ترهه ګرو ته د وسله والو ځواكونو ٬ پوليس٬ وګړيو ٬د پوليو په كارمندانو او د اېن جي اوز په ملازمانو د بريدونو په تورونو ثابېتدو پوځي عدالتونو د مرګ سزا اورولې وه۔د آئي اېس پي آر لخوا د جاري شوي تفصيلات له مخې محمد شاهد عمر د پلار نوم ئې زمان خان د تحریك طالبان پاکستان غړے ٶ د پوليو دوه كارمندانو سره سره د اېن جي اوز 11 ملازمانو او په امنيتي ځواكونو بريدونو كښې ككړ ٶ٬ د پوځي عدالت په وړاندې د جرم اعتراف كولو نه پس ده ته د مرګ سزا اورولې شوه وه۔ د ائې اېس پې ار تر مخه حسېن شاہ چې د پلار نومې ئې فضل هادي دے د ټي ټي پي غړے ٶ او په وسله والو ځواكونو بريدونو كښې ككړ دے چې په نتيجه كښې ئې يو مېجر مصطفٰې او کېپټن وسیم شهیدان او ګڼ شمېر پوځي ځوانان ټپيان شوې وٶ او ده هم د پوځي عدالت په وړاندې خپل جرم منلے دے ۔ ظفر اقبال چې د پلار نوم ئې محمد خان دې د پاكستان تحریك طالبان غړے ؤ او په امنيتي ځواكونو بريدونو كښې ككړ دے چې پكښې صوبېدار اول خان ‘نائیك عظمت اللہ ‘د فرنټیئر کانسټبېلري اے اېس آئي چنار ګل عسكر شفیق شهیدان شوې وٶ ٬ده هم د عدالت په وړاندې اعتراف كړے او پوځي عدالت ورته د سولۍ كولو سزا اورولې وه۔ انور زیب چې د پلار نوم ئې طوطکے ٶ د ټي ټي پي غړے او په عسكرو او عامو وګړيو بريدونو كښې ككړ دے چې په ترڅ كښې ئې لېفټېننټ كرنل (ر) خاقان افضل ‘ (ر) سب انسپکټر عمر غني اور ګڼ شمېر وګړي شهيدان شوي وٶ ٬ده ته هم پوځي عدالت د مرګ سزا اورولې وه ۔ عبېد الرحمن چې د پلار نوم ئې فضل هادي دے او د پاكستان تحريك طالبان غړے ؤ او د بې ګناه وګړيو په مرګونو كښې نېغه په نېغه ككړ ٶ او د هم د خپل جرم اعتراف كړے او ده ته هم د مرګ سزا اورولې شوه وه ۔ شېر عالم چې د پلار نوم ئې حنیف الرحمان دے د ټي ټي پي غړے ؤ او په قانون نافذ كوٶنكو ادارو او وګړيو بريدونو كښې ككړ ٶ او د پوځي عدالت په وړاندې ده هم خپل جرم منلے دے ورته د سولۍ كولو سزا اورولې شوه وه۔ عطاء اللہ چې د پلار نوم ئې محمد سلطان، مشتاق خان چې د پلار نوم ئې سعید ګل دے او اصغر خان چې د پلار نوم ئې ندار خان دے د پاكستان تحريك طالبان غړي وو٬ دا ترهه ګر هم په قانون نافذ كوٶنكو ادارو بريدونو كښې ككړ وٶ او د كومو په ترڅ كښې چې ګڼ شمېر عسكر شهيدان او د كېپټن آصف پشمول نو عسكر ژوبل شوي وو ٬د اعتراف كولو نه پس ورته پوځي عدالت د مرګ سزا اورولې وه۔ شمس القمر چې د پلار نوم ئې شاہ ګلبار دے د پاكستان تحریك غړے ٶ او په امنيتي اهلكارو٬ پوليس او سوېلينز بريدونو كښې نېغه په نيغه ككړ ٶ په نتيجه كښې ئې پوليس اهلكار شهيدان او ژوبل شوي وو۔ پوځي عدالت كښې د جرم منلو نه پس ورته د سولۍ كولو سزا اورولې شوه وه۔