پېنډۍ 14 اکتوبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف په مشرۍ كښې د كور كمانډرانو غونډې د هند د بې بنسټه سرجيكل سټرائيك ادعا رد كولو سره دا واضحه كړې چې د بې بنسټه ادعا مقصد مقبوضه كشمير كښې د ظلمونو څخه د نړۍ پام :رحول دي ٬ كه دښمن د هر ډول جارحيت څرګندونه وكړه نو بشپړ ځواب به وركولې شي۔ د آئي اېس پي آر له مخې د جمعې په ورځ د سرلښكر جنرال راحيل شريف په مشرۍ كښې د كور كمانډرانو غونډه كښې ټولو كور كمانډرانو او پرنسپل سټاف آفسرانو ګډون وكړو۔ په غونډه كښې د هېواد د كورنو او خارجي امنيتي چارو او په خاص توګه د لائن آف كنټرول په وضعه او د پاك پوځ د آپرېشنل چمتوالي جاج واخستلې شو۔ د پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف د پاك پوځ په اپرېشنل چمتوالي د اطمينان څرګندونه كولو سره ووئيل پوځ د خپل هېواد دفاع او د هر ډول خطرو مخنيوي بشپړ صلاحيت لري۔ د ضرب عضب عملياتو د كاميابيو جاج اخستو سره جنرال راحیل شریف ووئيل د عملياتو په نتيجه كښې هېواد كښې سوكالي٬ استحكام او د پرمختګ نوې دور پېل شوے ۔ ده ټېنګار وكړو د ترهه ګرو په ضد د كاميابه ضرب عضب عملياتو د خوږو په لار كښې د خنډانو راولاړونكو هڅو٬ د ترهه ګرۍ او انتها خوښۍ بشپړه مخنيوي له د هېواد په ګوټ ګوټ كښې موثره كومبنګ عملياتو او د انټېلي جنس بېسډ عملياتو ته پاملرنه كوٶ۔ د پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف په مشرۍ كښې د كور كمانډرونو غونډه كښې په وزيراعظم هاٶس كښې د سلامتيا په اړه د اعلٰې كچ غونډې بې بنسټه او ناسمه خبر په فيډ كېدو د تشويش څرګندونه وكړې شوه او دا د قامي سلامتيا په ضد وګرځولې شو۔