اسلام آباد 07 اکتوبر (اے پي پي)د خزانې وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي چې د پن برېښنا منصوبو زر ترسره كولو له به د واپډا مرسته كوٶ۔۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د واپډا چيئرمېن لېفټېننت جنرال (ر) مزمل حسېن سره په ملاقات كښې كړ۔د واپډا چیئرمېن په دې موقع د نیلم جهلم پن برېښنا ، تربېلا فور منصوبې او د داسو پن برېښنا په منصوبو وفقي وزير ته بريفنګ وركړو ۔ ده ووئيل چې تربېلا فور پروژه به راتلونكي كال او د نیلم جهلم پن برېښنا پروژه تر 2018 د بشپړېدو هيله ده۔ د خزانې وزير په روانو منصوبو د كار رفتار ګړندې ساتلو د واپډا د چيئرمېن ستائنه كولو سره د نويو ذمه وارو سنبالولو مباركي وركړه۔په غونډه كښې د اوبو او برېښنا وزارت چارواكو هم ګډون وكړو۔