د پاکستان او بېلاروس ترمينځه د هوا بازۍ ٬ تعليم ٬ كسټمز او د بېنكارۍ پشمول بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په 18 لوظنامو لاسليك

اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پي پي) د پاکستان او بېلاروس ترمينځه د هوا بازۍ ٬ تعليم ٬ كسټمز او د بېنكارۍ پشمول بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې په 18 لوظنامو لاسليك وشو۔د د شورو په ورځ د لاسليك په دوستوره كښې وزیراعظم محمد نواز شریف اود بېلاروس اولس مشر الېګزېنډر لوکا شینکو هم ګډون وكړو٬ دواړو هېوادونو د كسټمز چارو په اړه٬ په سول او كمرشل چارو كښې د قانوني مرستې په اړه او د دوستۍ او مرستې لوظنامو د توثيق دستاوېزات لاسليك كړه ۔ د وزیراعظم د خارجه چارو خاص سلاحكار طارق فاطمي اود بېلاروس خارجه وزير ولادی میر مېکائې په درې واړو دستاوېزات لاسليك وكړو۔د پاكستان مركزي بانك او د بېلاروس نېشنل بانك ترمېنځه په اېم او يو د مركزي بانك ګورنر سعيد احمد او د بېلاروس د نېشنل بانك د بورډ چيئرمېن ممانو وچ پیټر لاسليك وكړو۔ د دوه اړخيزه ټېكس نه ډډه او په آمدن د ټېكسونو په اړه د مالياتي غلا مخنيوي له د كنونشن د بدلون په پروټوكول د خزانې وزير اسحاق ډار او د ټېكسېشن او محصولات وزير سرګئۍ نالويكو لاسليك وكړو۔ د تعليم دوهم وزير بلیغ الرحمان او د بېلاروس د تعليم وزير میخائل زوراوکوف د دواړو هېوادونو د تعليمي څانګې په 8 لوظنامو لاسليك وكړو۔د پاکستان او بېلاروس ترمېنځه د فضائي خدماتو په لوظنامه د هوا بازۍ سېكتر محمد عرفان الٰهي اود بېلاروس د اېوي اېشن څانګې ډائرېكټر کوستن ولادمیر لاسليك وكړو۔ د ټرېډ ډوېلپمنټ اتهارټۍ آف پاكستان او د بېلاروس د نېشنل سنټر فار ماركيټنګ اېنډ پرائس سټډي د خارجه چارو وزارت ترمېنځه په اېم او يو د تجارت وزير انجینئر خرم دستګیر خان اود بېلاروس خارجه وزیر ولادی میر میکائي لاسليك وكړو۔ دغسې مواصلات وزارت د بېلاروس د مواصلات او اطلاعات وزارت ترمېنځه د پوسټل هلو ځلو په اړه په اېم او يو سېكتر خالد مسعود اود بېلاروس سفیر آندرے ایمالو وچ لاسليك وكړو۔