د پاكستان پوليس د ترهه ګرۍ په ضد خذمات ترسره كړي كوم به چې تل له ياد ساتلې شي

APP34-01 ISLAMABAD: October 01 – Federal Minister for Information, Broadcasting and National Heritage, Senator Pervaiz Rashid addresses to the participants of 2 days workshop on media briefing for Punjab Police organized by ISA. APP photo by Irfan Mahmood

اسلام آباد 01 اكتوبر(اے پي پي)د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد وئېلي دي چې د پاكستان پوليس د ترهه ګرۍ په ضد خذمات ترسره كړي كوم به چې تل له ياد ساتلې شي٬پوليس د هېواد امن له ګڼې قربانۍ وركړي٬د پوليس پھ وخت كاروائيو كولو سره اولس د ترهه ګرۍ لويو پېښو څخه محفوظ شوې ٬ بايد شهيد شويو پوليس افسرانو او اهلكارو ته پېرزوينې او د سړكونو نامې هغوي سره وتړلې شي۔تربيه ترلاسه كونكي ځوانان به د پاكستان ښه كولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ ده د خالي په ورځ د پاكستان پيس كليكټيو د سيوري لاندې د پنجاب پوليس مېډيا سره تعلق لرونكو افسرانو تربيتي وركشاپ ته خطاب كولو۔پھ دې موقع د پنجاب ډي آئي جي ذوالفقار او د اطلاعاتو وزارت افسران هم موجود وو۔ده ووئيل د پنجاب پشمول د ټول هېواد پوليس خپلې خاورې لپاره خذمات ترسره كړي دا يو حقيقت دے چې پوليس د ترهه ګرۍ په ضد بشپړه كارنامې ترسره كړي۔ده ووئيل پاكستان چې كله نه د ترهه ګرۍ ښكار شوې د هغې نه وړاندې په هېواد كښې د معمول فرائض وو خو د ترهه ګرۍ نه پس په پوليس ذمه واري زياته شوې او كومې لپاره چې نه هغوي سره وسائل او نه تجربه خو دې سره زموڼږ ځوانانو د ترهه ګرۍ بشپړه مقابله كړی او د خپلو ځانانو قرباني يې هم وركړې۔ټول قام به د هغوي خذمات تل ياد ساتلې شي۔وفاقي وزير ووئيل بايد د سېكټرو و سړكونو نامې د شهيد شويو پوليس اهلكارو نامو سره منسوب كړې شي۔د اطلاعاتو وزير ووئيل چې دمېډيا د لارې د اولس پھ ذهنونو كښې د پوليس په حقله كوم تاثر دے د هغې بدلولو ته هم اړتيا ده۔ده ووئيل پوليس او نورو ادارو چې هېواد لپاره كومې قربانۍ وركړي بايد هغه ومنلې شي۔د دې نه پس وفاقي وزير تربيتي وركشاپ ګډون كونكو ته سندونه هم وركړل