د پاكستان نيوكلئر ډيټرنس د هند جارحانه عزائمو رد عمل او د هېواد دفاع له دے۔ خارجه دفتر

اسلام آباد ۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د خارجه دفتر وياند وئيلي دي د پاكستان نيوكلئر ډيټرنس د هند جارحانه عزائمو رد عمل او د هېواد دفاع له دے۔ خارجه دفتر ۔ د مقبوضه كشمير صورتحال نړۍ ته په ښكاره كېدو هند سخت اعصابي فشار سره مخ دے۔ هند مقبوضه كشمير كښې رياستي ترهه ګرۍ كښې ككړ دے۔ دهند پاكسان كښې د لاس وهنې او مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو ثبوتونه موجود دي۔ هند مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو كونسل لخوا د فېكټ فائنډنګ مشن منع كوي۔ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ټولې ادارې يو موټي دي۔ پاكستان په نړيوالو كچه يواځې نه دے۔ دا هندي پروپېګنډه ده۔ پاكستانۍ ميډيا د هندي مېډيا په دروغو د اډانه پراپېګنډې په وخت او سم ځواب وركړے۔ د خارجه دفتر وياند محمد نفيس زكريا د كشمير په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د پاكستان د سفارتي هڅو په نتيجه كښې نړۍ ته د كشمير صورتحال وړاندې شوې كوم چې هند اعصابي فشار سره مخ كړې۔ ده ووئيل د سرجيكل سټرائيك هندي دعوی مقبوضه كشميركښې په كشمير اولس خپلو ظلمونو او زور زياتي څخه د نړۍ پام بل پلو ګرځول دي۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې په اړه پاكستان په خپل اصولي دريځ ولاړ دے۔ پاكستان د كشمير مسئله د نړۍ په ټولو فورمونو پورته كړې ده۔ وياند د هندي مېډيا دروغ په ډاګه كولو له د پاكستانۍ ميډيا كردار ستائلې۔ وياند ووئيل برطانيه كشې پاكستاني هائي كمشنر مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو خلاف ورزيو په اړه ډوزيئر پاكستان او افغانستان لپاره د برطانيې خاص استازي ته سپارلې۔ د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل هند د افغانستان خاوره د پاكستان په ضد كاروي۔ ده ووئيل پاكستان سيمه كښې امن او استحكام غواړي۔ وياند د هند د پاكستان نړۍ كښې د يواځې كېدو پروپېګنډا رد كولو سره ووئيل پاستان د سوئيلي ٬ منځنۍ او لوئيديزې آسيا تجارتي مركز دے۔ پاكستان تجارتي كورېډو ډېر مهم ګڼي۔ بلخوا د پاكستان اروپا ٬ روسيه ٬ قطبي امريكا ٬ سوئيلي امريكا او د نړۍ نورو هېوادونو سره اړيكو كښې لا زياتوالې شوې۔