د پاكستان د دفاع٬سلامتيا او خپلواكۍ تحفظ به په هر صورت باورې كولې شي كه چا زمونږ په پوله د راوړېدلو سوچ هم وكړو نو سخت ځواب به وركولې شي

اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پی پی)د دفاع وزير خواجه محمد آصف وئېلي دي چې د هند وزيراعظم نريندرمودي دې د ګجرات د مائينډ سېټ څخه بهر راوځي ځكه اوس هغه ګجرات كښې نه نوي ډېلي ته راغلے او د يو هېواد وزيراعظم دے٬ د طاقت په زور هند د كشميري اولس هيلو ته زيان نه شي رسولې ٬هند دې د لوظ نامو پاسداري وكړي٬د پاكستان د دفاع٬سلامتيا او خپلواكۍ تحفظ به په هر صورت باورې كولې شي كه چا زمونږ په پوله د راوړېدلو سوچ هم وكړو نو سخت ځواب به وركولې شي۔اے پي پي سره په خپله خاص مركه كښې ده ووئيل چې هند دې كشميريانو له د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د هغوي جائز حق وركړي۔ده ووئيل بايد هند د اوسني صورتحال څخه زده كړه وكړي۔ده ووئيل كشمير به د لوے څښتن په فضل آزادېږي۔ده ووئيل د نيمې وچې سباؤن د امن سره تړلې شوې دے۔هند د آړي او سرجيكل اسټرائيك ډرامې كولو سره تاؤ تريخوالې زياتول غواړي خو پاكستان به د هر ډول جارحيت ځواب وركوي۔د يوې پوښتنې پھ ځواب ده ووئيل بايد نريندر مودي د ګجرات د مائينډ سېټ څخه بهر راوځي او دا خبره محسوس كړي چې اوس هغه ګجرات كښې نه په نوي ډېلي كښې دے او د يو هېواد وزيراعظم دے۔ده ووئيل نريندرمودي وړاندې احمد آباد كښې د مسلمانانو قتل كړي وو خو كه اوس هغه د يو وزيراعظم پھ حېث د بې ګناه كشميريانو قتل كوي نو كشميريان به دا ونه زغمي۔د پاكستان دفاعي صلاحيت په حقله ده ووئيل د پاكستان د دفاع٬سلامتيا او خپلواكي به پھ هر صورت باوري كولې شي او دا زمونږ د ايمان برخه ده٬مونږ خپلې دفاع له هر وخت چمتو يو او د هېواد دفاع كولې شو