د هند د دړكو په غور جاج اخلو٬د قامي ګټې تحفظ به كولې شي

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي)پاكستان خبردارې وركړی چې كه نړيوالې ورورولۍ پھ مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو مخ نيوې ونه كړو نو لويه بشري پیښه رامخې ته كېدې شي بايد نړۍ د هندي عسكرو د انسانيت په ضد د جرمونو او نسل كشۍ سمدستي نوټس واخلي۔د زيارت په ورځ اوونيز بريفنګ په مهال د مېډيا د بېلو پوښتنو ځواب وركولو سره د خارجه دفتر وياند محمد نفيس ذكريا ووئيل د هند د رياستي ترهه ګرۍ پھ سوب مقبوضه كشمير كښې د داروګانو٬خوراك٬اوبو او د ژوند نور څيزونهع كم شوي او څه وخت هم لويه بشري پیښه رامخې ته كېدې شي۔وياند پھ نړيواله ورورولۍ او په خاص توګه د سلامتي كونسل په پنځه مستقل غړيو زور راوړو چې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو په سوب د بشري پیښې مخ نيوي له ګامونه پورته كړي۔ده ووئيل تراوسه د هندي ځواكونو ظلمونو له امله 110 كشميري شهيدان او 15 څخه زيات ژوبل شوي۔وياند ووئيل هندي ځواكونو سيد علي ګېلاني او آسيه اندرابي پشمول د حريت ټول لارښود زندانونو كښې بنديوان كړي او هغوي سره ناروا سلوك كېږي۔وياندد كشميري لارښودو په نيولو سخت غندنه كړی او په هند يې زور راوړی چې كشميري لارښود زر تر زره راخوشې كړی۔وياند د پاكستان يوازې كولو په حقله په غېر ملكي ورځپاڼو كښې خپور شوې آرټيكل بې بنسټھ ګرځولو سره رد كړو۔د هند د اړخه د سندھ طاس لوظ نامې خارجولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل پاكستان د هند د دړكو په غور جاج اخلي او د قامي ګټې تحفظ به كولې شي۔وياند تصديق كولو سره ووئيل خارجه سلاحكار سرتاج عزيز پھ برسلز كښې د افغانستان په حقله كنفرنس پھ موقع د افغانستان اولس مشر اشرف غني٬چيف ايګزېكټو عبدالله عبدالله او نورو چارواكو سره ملاقاتونه كړي وو۔د خبرو اترو په مهال د څلور اړخيزه ډلې كردار پشمول په افغانستان كښې امن او استحكام په اړه د خيالاتو څرګندونه شوې ده