اسلام آباد 05 اکتوبر (اے پی پی)اولس مشر ممنون حسېن وئېلي دي حكومت د كروندګرو مسئلو هوارولو ته پام لرنه كوي ٬پاكستان د موسمي بدلون مخ نيوي له ګامونو پورته كوي او په دې لړ كښې د خوراك او كركيلې لپاره د نړيوالې ادارې مرستې ته اړتيا ده۔اولس مشر دا خبره د فوډ اينډ ايګريكلچر تنظيم ډائرېكټر جنرل جوز ګرازينوډي سلوا سره ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړې۔په دې موقع د خوراك وفاقي وزير سېكندر محمد حيات خان بوسن او نور چارواكي هم موجود وو۔اولس مشر ووئيل اېف اے او د غريبۍ ختمولو٬غذائي تحفظ او د كليو پرمختګ له ګامونه پورته كوي۔ده ووئيل دا تنظيم د كډوالو بحالۍ٬ډنګرو او د هغوي څخه د لګېدونكو ناروغتياؤ څخه مخ نيوي لپاره كردار ترسره كوي۔اولس مشر هيله څرګنده كړه چې تنظيم به دا مشن مخ په وړاندې بوځي