د ملګرو ملتونو د اړخه په افغانستان كښې د امريكائي بريد غندنه

ملګري ملتونه 01 اكتوبر (اے پی پی)ملګرو ملتونو ختيز افغانستان كښې د امريكې په ډرون بريد كښې د عام وګړو د وژنې سخته غندنه كړې۔افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې ادارې په دې بريد كښې 15 عام وګړي وژلو او د 13 كسانو د ژوبل كېدو تصديق كولو سره د دې غندنه كړې ۔مېډيا له مخې امريكې دا ډرون بريد په 28 ستمبر د ختيز افغانستان ننګرهار ولايت آچين ولسوالۍ كښې كړې ؤ۔ د بيان له مخې په دې بريد كښې ځينې شرخوښي عناصر هم وژلې شوي وو خو زياتره عام وګړي وو۔د بيان له مخې ډرون بريد په يو داسې غونډه شوې ؤ د كومې مقصد چې د حج كولو نه پس بېرته راتلوونكو مشرانو هر كلے كول وؤ۔د ملګرو ملتونو د مرستې ادارې لخوا جاري شوي بيان كښې وئېلي شوي چې پھ مړو شويو كښې ګڼ ماشومان٬يو استاذ او نور عام وګړي شامل دي