د مسلم ليګ(ن) مركزي كونسل غونډه٬د مقبوضه كشمير په اولس د ظلم غندنه

اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) مركزي كونسل د هند عسكرو د اړخه د مقبوضه كشمير په اولس د ظلم غندنه او د كشميريانو حق خود اراديت ترلاسه كولو له د هغوي سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلو٬د ترهه ګرۍ ختمولو٬د توان په بحران قابو موندلو٬معيشت او كراچۍ كښې د امن په بحالۍ د حكومت هڅو ته پېرزوينې وړاندې كولو په حقله قراردادونه اتفاق سره منظوري كړي۔ د مسلم ليګ(ن)نوي غوره كړې شوي د اطلاعاتو مركزي سېكتر سناتور مشاهد الله خان پرله پسې قراردادونه وړاندې كولو سره ووئيل چې د مسلم ليګ (ن) مركزي كونسل دا غونډه وزيراعظم محمد نواز شريف له د ګوند په صدر ټاكل كېدو مباركي وركوي او د هغه ټاكل كېدل د دې خبرې څرګندونه ده چې ګوند په هغه بشپره باور كوي۔ يو بل قرارداد كښې مشاهد الله خان ووئيل چې دا ايوان په كشميريانو د هندي عسكرو د اړخه د تشدد غندنه كوي او د خپل حق خود اراديت ترلاسه كولو له په هلو ځلو سياسي٬سفارتي او اخلاقي ملاتړ روان ساتلو پخلې كوي۔ قرارداد وړاندې كولو سره ده ووئيل چې د جنرل كونسل دا غونډه د دې عزم څرګندونه كوي چې ټول اولس د پاك پوځ سره اوږه په اوږه ولاړ دے۔ د پوځ كومو افسرانو او ځوانانو چې قرباني وركړې دي دا ايوان هغوي ته پېرزوينې وړاندې كوي۔ د مسلم ليګ(ن)مركزي كونسل د ټولو قراردادونو اتفاق سره منظوري وركړه