د كولمبيا اولس امن لوظ نامه رد كړه

بګوټا 03 اکتوبر (اے پی پی)د كولمبيا حكومت او فارك ياغيانو ترمينځه شوي تاريخي امن لوظ نامه د كولمبيا اولس رد كړې ده ۔د برتانيې خپرونې ادارې له مخې كولمبيا كښې د امن لوظ نامې په حقله په ريفرنډم كښې 50.24 فيصده كسانو د لوظ نامې په ضد رائے وركړي ۔د امن لوظ نامې نه پس د تېرو 52 كلونو راهسې د كورنۍ جګړې ختمول ممكن دي او دا هيله لرلې كېده چې د كولمبيا اولس به د لوظ نامې هركلے وكړي۔دې لوظ نامې سره اروپائي ائتلاف فارك ياغيان د شدت خوښي فهرست څخه خارج كړي او د امن لوظ نامې نه پس اروپائي ائتلاف د كولمبيا پرمختګ له مرسته كوله