د شکاګو په هوائي ميدان پھ الوتكه كښې د اوور لګيدو له امله 20 كسان ژوبل شوي

شکاګو 29 اکتوبر (اے پی پی) د امریکې شکاګو رياست په اوہیئر هوائی ميدان د امیریکن ایئر لائن پھ يوه الوتكه كښې د اوور لګيدو له امله 20 كسان ژوبل شوې دي۔میډیا راپور له مخې د فیډرل ایوی اېشن ایډمنسټرېشن ووئيل دا بوئنګ 767 الوتكه د شکاګو څخه میامی ته روانه وه په دې مهال د الوتكې يو ټائير وچاؤديدلو چې له امله ئې انجڼ خراب شو۔د شکاګو فائر ډیپارټمنټ ووئيل په پېښه كښې 20 كسان ژوبل شوې دي كوم چې روغتون ته رسولې شوي ۔ په الوتكه كښې 161 مسافر او د عملې 9 كسان ناست وو