د سېنېټ چیئرمېن میا رضارباني په مالے كښې د مالدیپ اولس مشر عبداللہ یامین عبدالقیوم سره وليدل

اسلام آباد ۔ 17 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن میا رضارباني په مالے كښې د مالدیپ اولس مشر عبداللہ یامین عبدالقیوم سره ليدلي۔ په دې موقع خپلو خبرو كښې د سېنېټ چیئرمېن میا رضارباني وئيلي دي چې پاکستان امن خوښ هېواد دې او منطقه كښې امن ٬ استحكام او د غربت په خاتمه كښې خوښي لري خو هند پاكستان كښې ترهه ګرۍ كښې ككړ دے۔په دې موقع سناتوران سردار ذوالفقار خان کھوسه٬ نجم الحسن او مالدیپ كښې د پاکستان سفیر هم موجود ٶ۔ ده ووئيل د هند د زور او زياتي باوجود مونږ منطقه كښې د اوږدې مودې په امن كښې خوښي لرو او د كشمير كشاله د ملګرو ملتونو د چارټر په رڼا كښې هوارول غواړو ۔ په دې موقع د مالديپ اولس مشر په مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو د بشري حقونو د خلاف ورزيو نه خبرولو سره ده ووئيل چې د هندي ځواكونو د پېلټ ګنز كارولو په سبب ګڼ شمېر كشميريان بصارت څخه محرومه شوې دي۔ د سېنېټ چیئرمېن د پاکستان او مالدیپ ترمېنځه د دوه ړخيزه اړيكو ودې او د هند رويې له مخې د سارك كردار بيا د سره په ټاكلو ټينګار وكړو