د سوريه بحران ختمولو له په نوي آپشن غور كوو۔امريكا

واشنګټن 01 اكتوبر (اے پی پی)امريكې وئېلي دي مونږ د سوريه بحران ختمولو له په نوې آپشن غور كوو۔مېډيا راپور له مخې د امريكې دوهم خارجه وزير ټوني بلنكن د امريكې ايوان نمائندګان ته بيان وركولو سره وئېلي دي امريكا د سوريه بحران او جنګ ختمولو له په ځينې نوي آپشن هم غور كوي۔ده دا بيان ايوان نمائندګان ته د يوې پوښتنې په ځواب كښې وركړو۔ده ووئيل د امريكې اولس مشر اوباما اړوندو ادارو او ايجنسو ته وئېلي دي چې د خپل خپل آپشن څخه حكومت خبر كړي۔ده ووئيل ځينې آپشن زاړه او ځينې نوې دي٬مونږ د هغې جاج اخلو۔ده ووئيل د ټولو آپشنز جاج اخستو نه پس به تفصيلاتو څخه ايوان خبرولې شي