د سارك مشرانو غونډې ځنډېده د ټولو غړو هېوادونو ” اجتماعي زيان” دے

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي) هند كښې د پاكستان هائي كمشنر عبدالباسط د سارك مشرانو غونډې ځنډېدل د ټولو غړو هېوادونو ” اجتماعي زيان” ګرځولو سره وئيلي دي سباٶن كښې به هم پاكستان د 19م سارك مشرانو غونډې كوربتوب كوي۔ هندي ورځپاڼې “انډيا ټو ډے” سره خپله مركه كښې هند كښې د پاكستان هائي كمشنر عبدالباسط په اېل او سي د سرجيكل سټرائيك د هند ادعا رد كولو سره ووئيل هېڅ سرجيكل سټرائيك نه دې شوې ٬ كه داسې وه نو د ھغې به موثر ځواب وركړې كېدو۔ ده ’وېډیو شواهد رد كړه او وې وئيل هېڅ وېډيو نه شته ولې چې سرجيكل سټرائيك نه دې شوې۔ ده ووئيل په 29م ستمبر د شپې په اېل او سي كوم سرجيكل سټرائيك نه دې شوې ۔د اړي بريد پلټنو پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې هائي كمشنر ووئيل بايد مونږ تورونه لګول پرېدو ۔ده ووئيل ولې نه د دې پېښې په نړيواله توګه پلټنې وكړې شي ۔ ده ووئيل په پاكستان تورونو لګولو سره هند خبرو اترو له كومه لاره نه ده پرېښې۔ ده ووئيل هند په پاكستان تورونه لګوي او پاكستان ترهه ګر هېواد ګرځوې نو د دې مطلب دا شو چې هند مرستې له ټولې دروازې بندوي۔ عبدالباسط د بلوچستان پحقله د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل د بلوچستان اولس هېواد سره دومره مينه لري څومره چې د نورو صوبو خلق پاكستان سره مينه لري خو ځينې قوتونه پاكستان كښې د عدم استحكام پېدا كولو هڅې كوي۔(وا/ض ض/ګ ل/2220)