د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف په سيالكوټ كښې په اولسي غونډه كښې د وګړو د ګيلو ازالې له په موقع احكامات جاري كړل

APP20-02 SIALKOT: October 02 - Minister for Water & Power and Defence Khawaja Mohammad Asif listening problems of the people at PML-N House. APP Photo by Muhammad Munir Butt

اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پی پی) د دفاع وفاقي وزير خواجه محمد آصف د اتوار په ورځ مسلم ليګ(ن)هاؤس سيالكوټ كښې په اولسي غونډه كښې د وګړو د ګيلو ازالې له په موقع احكامات جاري كړي۔پھ دې موقع وګړو وفاقي وزير د بېلو محكمو په حقله د ګيلو او مسئلو نه خبر كړو۔وفاقي وزير د وګړو ګيلو ازالې له په موقع بېل وفاقي او صوبائي محكمو چارواكو ته سپارښتنه كولو سره ووئيل چې د وګړو مسئلو حل كښې هېڅ ډول بې غوري ونه كړې شي۔د صوبائي اسمبلۍ غړي محمد منشاﺀ الله بټ٬چوهدري محمد اكرم٬د يو سي چيئرمېن توحيد اختر٬محمدالحسن بابر خان٬ميا اشفاق٬د مسلم ليګ يوت ونګ سيالكوټ صدر محمد فاروق ګهومن او نور هم په دې موقع موجود وو