د دفاعي پېداوار لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ د پاكستان نيوي اورماره بېس دوره وكړه

اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي) د دفاعي پېداوار لپاره د قامي اسمبلۍ قائمه كمېټۍ چيئرمېن شېخ روحيل په مشرۍ كښې د پاكستان نيوي اورماره بېس دوره وكړه۔د نهې پھ ورځ د اورماره نيول بېس دورې نه پس كمېټۍ د بحريه ماډل كالج او كېډېټ كالج اورماره دوره هم وكړه۔كمېټۍ ته د فلاحي پروژو پشمول د تعليم او نورو څانګو په حقله تفصيلي بريفنګ وركړې شو۔كمېټۍ د پاكستان نيوي فلاحي پروژې وستائېلې۔د كمېټۍ غړي ډاكټر فهميده مرزا٬سردار محمد شفيق حيات خان٬لېفټيننټ كرنل(ر)غلام رسول ساهي٬سعيد احمد خان٬ملك محمد عامر ډوګر او شېخ فياض الدين د وزارت چارواكي هم پھ دې موقع موجود وو