د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د امريكا دوهم خارجه وزير ته ټېلېفون

اسلام آباد ۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار د امريكا دوهم خارجه وزير كېتھرن نوېلي سره ټېلېفوني تماس ونيولو۔ د ټېلېفوني خبرو په مهال وفاقي وزير دے د لائن آف كنټرول مسئلې په اړه د اے پي سي او د پارلمان شريكې غونډه كښې د ګډون كولو په سوب د آئی اېم اېف او نړيوال بانك كلنو غونډو ته حاضرېدو له د امريكې دورې منسوخ كولو په اړه خبر كړو۔ د امريكې دوهم خارجه وزير اسحاق ډار ته د سوئيلي آسيا د خزانې تر ټولو غوره وزير په ټاكل كېدو او ده ته د اعزاز په ترلاسه كېدو مباركي وركولو سره ووئيل اسحاق ډار په صحيح توګه ددې انعام حق لري۔ دواړو لارښودو د پاكستان د لېبر معيار ښه كولو له د امريكې په مرسته هم د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ امریکائي دوهم خارجه وزير ووئيل د انټرنېشنل لېبر آرګنائزېشن نوے مشر په دې څانګه كښې د پاكستان مرسته كولو كښې خوښي لري۔ د خزانې وزير دې امريكا دې پېشكش ته هركلې ووې