د حاجتمندو خېرښېګړې او معاشي حالت ښه كولو له بېنظير انكم سپورټ پروګرام مهم كردار ترسره كوي

APP18-06 ISLAMABAD: October 06 - Chairperson Benazir Income Support Programme Marvi Memon called on President Mamnoon Hussain at the Aiwan-E-Sadr. APP

اسلام آباد ۔ 6 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د حاجتمندو خېرښېګړې او د دوي معاشي حالت ښه كولو له بېنظير انكم سپورټ پروګرام مهم كردار ترسره كوي۔ پاكستانۍ مېرمنو ته ټولنه كښې جائزه مقام وركولو له د بي آئي اېس پي په ډول پروګرامونو ته اړتيا ده۔ دا خبره اولس مشر د زيارت په ورځ ايوان صدر كښې د بېنظير انكم سپورټ پروګرام چيئرپرسن ماروي مېمن سره د ملاقات په مهال خبرو كښې وكړه۔ د پروګرام مشرې اولس مشر ته د خپلې ادارې كاركردګۍ كلنه راپور وړاندې كړو۔ اولس مشر په دې د اطمينان څرګندونه وكړه چې حكومت د تېرو درې كلونو راهسې دې پروګرام ته خاص پاملرنه كوي۔ اولس مشر ووئيل د بېنظير انكم سپورټ پروګرام وسيله تعليم پروګرام د پرائمري كوچنيانو د تعليم ودې لپاره او د حاجتمندو كورنيو د مالي مرستې په شكل كښې يو ښه ګام دے۔ دې سره به د زدكړه كوؤنكو كوچنيانو شمېره زياته شي۔ اولس مشر ووئيل بی آئی اېس پی د سوئيلي آسيا تر ټولو لوي د سماجي خېر ښېګړې اداره ده كومه چې د لكھونو پاكستانو د ژوند بدلولو هڅه كوي۔ په دې مهال ماروي مېمن اولس مشر ته ووئيل دا اداره 53 لكھھ څخه زياتو كورنيو له درې مياشتنۍ وظيفې وركوي۔ ماروی مېمن ووئيل حكومت دا درې مياشتنۍ وظيفه د درې زرو څخه 4 زره 8 سوه څلور درېش روپو ته رسولې۔ د دې بجټ 2016-17ء كښې 115 بلين روپو ته رسولې شوې۔ ماروی مېمن ووئيل د قامي سماجي او اقتصادي رجسټريشن سروے كومه چې په جون 2016 كښې پېل شوې وه په مارچ 2017ﺀ كښې به بشپړه شي