د جون مياشتې نه وړاندې به اي پاسپورټ سروس پېل شي٬ دوه كالو كښې به د دغې دائره ټول هېواد ته وغزولې شي

اسلام آباد 13 اکتوبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي د جون مياشتې نه وړاندې به اي پاسپورټ سروس پېل شي٬ دوه كالو كښې به د دې دائره ټول هېواد ته پراخه كولې شي ٬ د انګلسي ورځپاڼې د غلط خبر بايد پلټنې وشي٬ غلط خبر شائع كول د غېر رياستي عناصرو پحقله د دښمنانو د موقف تشهير دے٬ خبريال بهر هېواد ته تللو لپاره بكنګ كړے او دې لپاره مو د ھغه نامه په اي سي اېل كښې اچولې۔ د زيارت د نادرا په مركزي دفتر كښې د اي پاپسورټ پېل كولو منصوبې پرانستې په موقع خبريالانو سره په خبرو كښې چوهدري نثار علي خان ووئيل د آن لائن پاسپورټ سروس پېل شوے د كومې تر مخه به چې وګړي په كور پاسپورټ ترلاسه كولې شي٬ دا سروس بهر هېواد لپاره اره پېل كړې شوے دے۔ ده ووئيل زه د نادرا لخوا اولس سره په كوونكې سلوك خوشحاله نه يم او په خلق به قطارونو كښې اوردول د وګړو سپكاوې دے٬ ده ووئېل حكومت د هېواد د مسئلو هواري له لوظي دے او په دې لړ كښې په تندۍ سره كار راون دے ۔ داخله وزير د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل انګلسي ورځپاڼه كښې شائع شوي خبر پحقله د سي پي اېن اي او د اے پي اېن اېس چارواكو ته د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير د لارې د ملاقات بلنه وركړې شوې چې پكښې به په دې معامله به تفصيل سره خبره كولې شي او د ھغٶي په وړاندې به د حكومت دريځ په تفصيل سره بيانوم۔ ده ووئيل د امنيت د لوړې كچې غونډه كښې د نورو معاملو سره سره په دې معامله هم بحث شوې او دا خبره شوې چې د امنيت پېراډائم هِټ كولو دې هڅې ونه كړې شي او ځكه دې پلټنې وكړې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل كه خبر دروغ ٶ نو ولې شائع كړے شو دا چا وئيلي وٶ؟ ده ووئيل د حكومت ترديد نه پس معامله ختمېدل پكار ٶ٬ ده ووئېل اے پي اېن اېس سره په دې لړ كښې اتفاق كووم خو راپور كوٶنكي خبريال د دغې نه پس هم ټوئټ كړې۔ ده ووئيل د خبر په شا څه دي؟ خبر كښې چې څه وئيلي شوې ھغه زمونږ د دښمنانو موقف دے۔ده