د بېلاروس اولس مشر الېګزېنډر لوكا شينكو هېواد ته ستون شو

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پی پی)د بېلاروس اولس مشر الېګزېنډر لوكا شينكو درې ورځنۍ سركاري دورې څخه وروستو د زيارت په ورځ هېواد ته ستون شو۔وزيراعظم محمد نواز شريف هغه د نور خان هوائي مېدان څخه رخصت كړو۔پھ دې موقع د بېلاروس اولس مشر ته اسلام آباد كښې د ده د قيام په اړه د عكسونو البم هم وړاندې كړے شو۔ اليګزينډر لوكا شينكو د دورې په مهال د دواړو هېوادونو بېلو څانګو كښې د مرستې په 18 لوظ نامو لاس ليك وكړو۔ دا تېرو 16 مياشتو كښې د بېلاروس اولس مشر دوهمه دوره وه