د بېلاروس اولس مشر اليګزينډر لوكا شينكو وزيراعظم هاؤس ته په رسېدو تود هركلے وكړے شو

اسلام آباد05 اكتوبر (اے پی پی) د بېلاروس اولس مشر اليګزينډر لوكا شينكو وزيراعظم هاؤس ته په رسېدو تود هركلے وكړے شو څوك چې تېره شپه د خپل پلاوي سره په درې ورځنۍ دوره اسلام آباد ته راغلې دے ٬وزيراعظم محمد نواز شريف د بېلاروس اولس مشر هركلے وكړو۔د پاك پوځ يوې چټك ډلې د بېلاروس اولس مشر ته ګارډ آف آنر وړاندې كړو او هغه د پرېډ څارنه وكړه۔په دې موقع د دواړو هېوادونو قامي سردونه وغږولې شول۔د دې نه پس وزيراعظم محمد نواز شريف د خپلې كابينې غړي او د بېلاروس اولس مشر د خپل پلاوي غړي وزيراعظم سره معارفي كړه