اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئيلي دي د پاكستان دفاع مضبوطه ده٬ د امن خوښي دې كمزوري ونه ګڼلې شي٬ سول او پوځي قيادت واضح پېغام وركړې چې هېواد ته په خيرنو سترګو د كتونكو به سترګې وباسو ۔د زيارت په ورځ د خبري كنفرنس په مهال د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل د پاكستان يوازې كولو هندي هڅې به ناكامه شي٬ د هېواد دفاع لپاره ټول ضرورتونه ترسره كړې شوې او بيا به هم ترسره كوٶ٬ جه ووئېل د هېواد په دفاع به كومه سودا نه ونكړو٬ د هېواد دفاع قوي كولو له به ټولو وسائل وركوٶ۔ده ووئيل د پاكستان وزیراعظم ، پارلمان ٬ سول او دفاعي ادارې او ټول قام په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلمونو غندنه كوي٬ د دغې په ضد په سفارتي كچه ګامونه پورته كوٶ۔ ده ووئيل پاكستان د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كوي۔ده ووئيل د قام په حېث به د هند ناوړه عزائم كاميابۍ ته نه پرېږدو او په دې لړ كښې به نړۍ خبروٶ۔ د عمران خان د احتجاجي سیاست په اړه د پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل دهرنو څخه هېواد ته هېڅ ګټه نه رسي٬ كه سياست كوئ نو د مسئلو سياست وكړئ۔ ده ووئيل احتجاجي سیاست كوٶنكو ته د كال 2018 د ټاكنو وضعه ښكاري بايد په اوسنۍ وضعه كښې مثبت كردار ولوبي۔ د خزانې وزير په يو غېر نوميالۍ وېب پاڼه د سعودي عرب لخوا پاکستان څخه يو نيم ارب ډالره د بېرته غوښتو په اړه د ډنډورې سخت نوټس اخستو سره ووئيل دا يو ناوړه سازش او د رنځور ذهينت عكاسي ده ۔ ده ووئيل سعودی د پاکستان خپل او ملګرې هېواد دے٬ بايد احترام ئې وكړې شي۔ده ووئيل سعودي دغه روپۍ پاكستان ته د ډالۍ په توګه وركړې ٶې او په دې ډنډوره د ملګري هېواد زړه ته آزار رسېدې شي٬۔ ده ووئيل د زرمبادله پانګې د تاريخ لوړې كچې ته رسېدلې دي