د امن او څوكالۍ لار هوارولو له هند سره جدي او د ښې سفارتكاري سره د نتيجې وړ رابطو ته اړتيا دهد پاكستان هائي كمشنر عبدالباسط”انډين ايكسپرېس”سره مركه

اسلام آباد 04 اكتوبر (اے پی پی)هند كښې د پاكستان هائي كمشنر عبدالباسط هند سره سنجيده او د ګتورې سفارتكارۍ او د نتيجو وړ رابطو په حاجت زور راوړې دغسې چې امن او څوكالۍ لپاره لاره هواره شي٬دې سره به د دواړو هېوادونو څخه غريبۍ لرې كولو له مرسته تر لاسه شي٬د هند ورځپاڼې انډين ايكسپرېس سره خپله مركه كښې ده ووئيل خبرې اترې زمونږ د دواړو هېوادونو پھ ګټھ دي٬ده ووئيل كه هند چمتو دے نو پاكستان هم خوښي لري ٬كه هند چمتو نه دے نو مونږ به د دې خبرې په طمعه يو چې هند كله خبرو اترو ته كينې ۔ده ووئيل دواړو هېوادونو له امن او څوكالۍ لپاره كار كول غواړي۔ډه ووئيل د هند وزيراعظم پھ كيراله كښې وئېلي وو بايد مونږ د غريبۍ په ضد جنګ وكړو ٬كه مونږ له د غريبۍ پھ ضد جنګ كول وي نو مونږ له به په ګډه كار كولو ته اړټيا وي ۔د هند هائي كمشنر سرجيكل اسټرائيك د خبرو اترو ځنډول٬د سارك مشرانو كنفرنس ځنډولو او د پاكستان او هند د اړيكو سباؤن په حقله تفصيلي خبرې وكړی۔د يوې پوښټنې پھ ځواب ده ووئيل جمو او كشمير د پاكستان او هند ترمينځه يوه مهمه شخړه ده٬مونږ باور لرو چې دا شخړه د سنجيده او كوټلي سفارتكارۍ د لارې هوارېدې شي۔ده ووئيل د دې مسئلې حل كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئېل دواړو هېوادونو پھ دې شخړه درې جنګونه كړي او د دواړو هېوادونو ترمينځه كارګل جنګ هم شوے۔ ده ووئېل د دې ټولو جنګونو ځانله دا شخړه پھ سمجهوته ايكسپرېس٬بمبئ بريد او په نورو ختم شوې نه ده۔دې لپاره د نكته نظر ترمخه بايد دواړه هېوادونه سفارتكاري د مركزي اهميت وړ وګرځوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په وړومبي ځل هند منلې چې د 2003 جنګ بندۍ لوظ نامه ماته شوې كومه چې مهمه خبره ده۔بله دا چې د سرجيكل اسټرائيك يوه اړخيزه ستائنه په يو اړخيزه توګه شوی۔د دې مطلب پھ لائن آف كنټرول ډزې دي۔ده ووئيل ترڅو چې د پاكستان تعلق دے مونږ د 29 ستمبر پھ شپھ داسې هېڅ څه نه دي ليدلي يوازې پھ كنټرول لائن ډزې شوي چې په نتيجه كښې يې د پاكستان دوه عسكر شهيدان شوي۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئېل سرجيكل بريدونه نه دي شوي۔د دې نه وړاندې آړي بريد او د هغې نه وړاندې پھ كشمير كښې شويو پیښو سره دا څرګنده شوې چې د كشمير مسئله د كشميري اولس هيلو ترمخه هواري ته اړتيا لري او دا نظرانداز كېدې نه شي او هم دغه زمونږ موقف دے۔د آړي او بارهموله بريدونو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل پھ دې اړه يوازې حكومت ځواب وركولې شي۔ده ووئيل كله چې هم پھ هند كښې بريد كېږي د هغې تور په پاكستان لګولې شي٬مونږ ته دا معلومه شوې چې د اړي بريد نه پس هم دغسې وشو۔ده ووئيل پھ كشمير كښې احتجاج د بريدونو سره تړلو پھ اړھ زه هېڅ نه شم وئېلې۔د وزيراعظم محمد نواز شريف د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته د خطاب پھ مهال د برهان واني حواله وركولو سره ده ووئيل كه په لكهونو كسان د برهان واني خاورو ته سپارلو لپاره لارو ته راوځي نو دا خبره مهمه ده او د دې څخه انكار نه شي كېدے٬څه چې هلته كېږي د هغې څخه په ډاګه شوې چې د جمو كشمير اولس څه سوچ لري او څه غواړي ده ووئيل بايد دواړه هېوادونه په يو بل د تورونو په ځاې سفارتكارۍ له مركزي حېثيت وركړي۔ ده ةووئېل هندي وزيراعظم په كېراله كښې وئيلي ٶ چې مونږ له به د بې وسې په ضد جنګ كول وي او كه مونږ د بې وسې په ضد جنګ كول غواړو نو دې له به په ګډه كار كول وي۔ د دفاع وزير د اتومي وسلې كارولو دړكه د پوښتنې په ځواب كښې هائي كمشنر ووئيل دا ډول بيانونه ما هند كښې هم اورېدلې٬ دواړو هېوادونو له به په دې خبره پوهېدل وي چې په جنګ مسئلې نه هوارېږي او په دې ماحول كښې د اتومي جنګ ګنجائش نشته مونږ له به د ډا ډول بيانونو څخه ډډه كول وي۔ده ووئيل د پټهان كوټ په معامله د پاكستان پلټنيز ډلې ته تر هندي هوائي مېدان رسنه وركړې شوې خو د اړي په بريد دې څخه انكار شوې۔د يوې بلې پوښتنې په ځواب ده ووئيل هند په سمدستي توګه دا وېنا كړي چې پاكستان يو ترهه ګر هېواد دے او دا برېدونه پاكستان كړي نو بيا هند مرستې له هېڅ ګنجائش نه دې پرېخي۔ دې لپاره ما وئيلي دې چې دواړو هېوادونو دا ضروري ده چې كومه پېښه رامخې ته كېږي بايد پلټنې ئې وكړې شي