د اقتدار نه د اقدارو سياست كوو٬په قوي معيشت د مستحكم پاكستان په تصور باور لرو

اسلام آباد 18 اکتوبر (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) لنډ مهاله عمومي سېكتر احسن اقبال وئيلي دي چې كه څوك ګڼي چې د يو څو زرو كسانو په سر به سياست وكړو نو دا د هغوي سوچ دے٬ د 2013 په مقابله كښې د 2016 پاكستان مختلف دے او دغه د بدلون اصل علامات دي٬ مونږ په قوي معيشت د مستحكم پاكستان په تصور باور لرو۔ لنډ مهاله عمومي سېكتر احسن اقبال د ګوند د كاركردګۍ راپور د مركزي كونسل غونډې ته وړاندې كولو سره ووئيل چې د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف د قائداعظم د اصولو ترمخه ګوند او هېواد مخ په وړاندې بوځي٬ د 1999 نه پس زمونږ ګوند نوې سفر پېل كړے٬زمونږ د قائد دا سوچ دے چې په پاكستان كښې جمهوريت تل مستحكم وي٬زمونږ د هڅو په وجه د ډېكټيټر حكومت ختم شوې او په هېواد كښې د جمهوريت مزل پیل شوے۔ ده ووئيل مونږ د جمهوري نظام ترمخه د 2013 ټول ټاكنو نه پس خېبرپښتونخوا كښې حكومت جوړولې شو خو مونږ د اقتدار په ځاې د اقدارو خيال ساتلې٬د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كاميابۍ سره روان دے٬تېر يو كال راهيسې لوډشېډنګ كښې كمې رامخې ته شوې٬د توان په څانګه كښې په تاريخ كښې تر ټولو لويه سرمايه كاري كېږي٬ د 2013 نه تر 2016 حكومت د تعليم لپاره 215 ارب روپۍ بېلې كړې دي٬ دا ټول د بدلون علامات دي۔ ده ووئيل دهرنې كونكي اولس رد كړي او د كشمير او د ګلګت بلتستان اولس مسلم ليګ (ن) كامياب كړے٬په ټولو ضمني ټاكنو كښې مسلم ليګ(ن)كاميابي ترلاسه كړې۔ ده ووئيل مونږ په قوي معيشت او د قوي پاكستان په تصور باور لرو