د افغان كډوالو ستنېدو لپاره د يو اېن اېچ سي آر لخوا جوړ كړې شوي وي آر سي مركزونه به دوه ورځې بند وي

اسلام آباد 10 اکتوبر (اے پی پی) د افغان كډوالو ستنېدو لپاره د يو اېن اېچ سي آر لخوا جوړ كړې شوي وي آر سي مركزونه به دوه ورځې بند وي۔د يو اېن اېچ سي آر لخوا جاري شوي بيان له مخې د محرم الحرام په موقع به د يو اېن اېچ سي آر٬ وي آر سي مركزونه به(نن)د نهې او (سبا)د شورو په ورځ بند وي۔كډوال د تكليف نه ځان بچ كولو لپاره په پېښور كښې په ټېليفوني شمېره 2602091۔091 ټېليفون كولو سره معلومات ترلاسه كولې شي