د افغانستان په بغلان ولايت كښې په عملياتو كښې 8 وسله وال مړه شوي

كابل 18 اکتوبر (اے پي پي) د افغانستان په بغلان ولايت كښې د امنيتي ځواكونو په عملياتو كښې 8 وسله وال مړه شوي٬ په كابل كښې په مقناطيسي بمي چاودنه كښې يو چارواكې ژوبل شوے او په ارزګان ولايت كښې مخور قبائيلي لارښود وسله والو وژلې دے۔ د افغانستان ځائي مېډيا له مخې چارواكو وئيلي دي چې افغان ځواكونو د بغلان ولايت په شمالي پل خمري سيمه كښې د وسله والو په ضد تازه عمليات پېل كړي دي۔ د چارواكو له مخې په دې عملياتو كښې تراوسه 8 وسله وال مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي۔ په پلازمينه كابل كښې د مقناطيسي بم په چاودنه كښې يو افسر ژوبل شوے۔ بم د مقناطين په مرسته په ګاډې پورې نښلول شوے و۔ تراوسه كومې ډلې د دې پېښې پړه پغاړه نه ده اخيستې۔ د افغانستان په مېنځني اروزګان ولايت كښې يو مخور قبائيلي لارښود عمر محمد چې د حاجي لالك په نوم مشهور و٬ وسله والو وژلې دے۔ كه هر څو هغه حكومتي چارواكې نه و خو په سيمه كښې قبائيلي جرګو لپاره مشهور و۔ تر اوسه كومې ډلې د ده د وژلو ذمه واري نه ده قبوله كړې