داخله وزير چوهدري نثارعلي خان وفاقي پلازمينه كښې په ځينو چوكونو د ټرېفك اېسارولو نوټس واخست

اسلام آباد ۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقې وزرير چوهدري نثار علي خان وفاقي پلازمينه اسلام اباد كښې د رش په وخت په ځينو چوكونو د ټرافك اېسارولو سخت نوټس اخستو سره نادرا او اسلام آباد ټرېفك پوليس ته امر كړې چې ترافيك روان ساتلو له بشپړ ډيجيټل پلان جوړ كړي دغسې چې د پنډۍ او اسلام آباد ترمينځھ تلونكي راتلونكي كسان هېڅ ډول ستونزو سره مخ نه شي۔