حكومت د كمزوري نظر لرونكو پشمول د خصوصي كسانو ستونزو هوارولو عزم لري

اسلام آباد ۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي حكومت د كمزوري نظر لرونكو په شمول د خصوصي كسانو ستونزو هوارولوله عزم لري ۔ د نابينا پن ختمولو ٬ درملنې او د نابينا او د كمزوري نظر لرونكو كسانو تعليم ٬ ووكېشنل تربيې او بحالۍ له يو شمېرې منصوبې پېل كړې شوي دي۔ اولس مشر د دې خيالاتو څرګندونه د انټرنېشنل وهائټ کین سېفټی ډے په لړ كښې كومه چې نن د خالي په ورځ په 15 اكتوبر لمانځلې شي په مهال خپل پېغام كښې ووئېل۔ اولس مشر كم نظر لرونكو كسانو له باور وركړو چې حكومت به د دوئي د حقونو ساتنې له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي دغسې چې دوئي يو كاميابه ژوند تېر كړي۔ ده د سترګو عطيه كولو ٬ د سترګو پېوند كارۍ ٬ ډائیلائسز او د کیئر تھراپی د بېلو ادارو خذمات وستائل۔ اولس مشر د خصوصي كسانو بحالۍ له د هڅو كوؤنكو ځينو تتنظيمونو او ادارو هم ستائنه وكړه۔