جنرال راحیل شریف د 10م كور دوره وكړه

پېنډۍ 05 اکتوبر (اے پي پي) د پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف د پاک پوځ په اپرېشنل چمتوالي د بشپړه اطمينان څرګندونه كړې ده ۔ د آئي اېس پي آر له مخې د شورو په ورځ د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د لسم كور دوره كړې ده ٬دا كور د ټول لائن آف كنټرول (اېل او سي) ذمه وار دے ۔ په دې موقع د پوځ سرلښكر ته د لائن آف كنټرول په تازه وضعه ٬ د بېلا بېلو فارمېشنز او يونټس د آپرېنشنل تيارو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔ جنرال راحیل شریف د افسرانو او ځوانانو د لوړو حوصلو او چمتو پاتې كېدو سره دفاع مضبوطولو لپاره د دوي د ولولې او عزم ستائنه وكړه ۔ دې څخه وړاندې سرلښكر چې لسم كور ته ورسېد نو د لسم كور لېفټېننټ جنرال ظفر اقبال ئې هركلے وكړو۔