اولس مشر ممنون حسېن د آزاد جموں كشمير په درې ورځنۍ دوره مظفر آباد ته ورسېد

APP47-14 MUZAFFARABAD: October 14 – President AJK Muhammad Masood khan and Prime Minister AJK Raja Farooq Haider greet President of Pakistan Mamnoon Hussain on his arrival. APP

مظفر آباد ۔ 14 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن د آزاد جموں كشمير په درې ورځنۍ دوره مظفر آباد ته رسېدلې دے۔ د دورې په مهال به اولس مشر د آزاد كشمير قانون سازې اسمبلۍ او د كشمير كونسل شريكې غونډې ته به خطاب كوي۔ د جمعې په ورځ په هېلي پېډ د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان‘ وزیراعظم راجه فاروق حېدر‘ سپیکر شاہ غلام قادر او نورو اعلی چارواكو اولس مشر ته هركلے اووې۔ مظفر آباد ته رسېدو څخه وروستو اولس مشر سره ځينو پلاويو ملاقاتونه وكړل او ده سره ئې د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ د آزاد كشمير اولس مشر سردار محمد مسعود خان د اولس مشر په درناوي كښې د ماسخوتن مېلمستيا وركړه۔ اولس مشر به نن د خالي په ورځ د آزاد جموں کشمیر قانون سازې اسمبلۍ او د کشمیر کونسل شريكې غونډې ته خطاب كوي۔ د اتوار په ورځ اسلام آباد ته بېرته راتللو څخه وړاندې به اولس مشر د کل جماعتی حریت کانفرنس آزاد کشمیر نمائندګانو سره ملاقات كوي او دوئي سره به د مقبوضه كشمير په وضعه د خيالاتو څرګندونه كوي