اولس مشر ممنون حسېن او وزيراعظم محمد نواز شريف د عوامي جمهوريه چين د جوړيدو د 67مې سالګيرې په موقع د چين خپل همڅنګو په نامه د مباركۍ پيغامونه

اسلام آباد 01 اكتوبر (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن او وزيراعظم محمد نواز شريف د عوامي جمهوريه چين د جوړيدو د 67مې سالګيرې په موقع د چين خپل همڅنګو له مباركي وركړه۔ د خپل همڅنګو پھ نامه د مباركۍ جلا جلا پيغامونو كښې اولس مشر ممنون حسېن او وزيراعظم محمد نوازشريف د خوشحالۍ په دې موقع د هغوي د روغ صحت خوشحالو او د چين د اولس سلامتيا او پرمختګ له د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔ اولس مشر ممنون حسېن د چين خپل همڅنګ ژي جن پنګ په نامه د مباركۍ په خپل پيغام كښې د پاكستان حكومت ٬ اولس او خپل اړخه هغه له د زړه د كومې مباركي وركړه۔ده ووئيل چې چين او پاكستان يو بل سره د ورورولۍ او په شريك احترام اډانه رشتي لري۔اولس مشر ووئيل چين او پاكستان د اقتصادي راهدارۍ پیل كېدو سره په دوه اړخيزه مرسته اډانه اړيكو قوي كولو يو نوې دور كښې داخل شوي چې ورسره به شريك پرمختګ او څوكالي راشي۔ده د دې باور څرګندونه وكړه چې زمونږ ترمينځه د ملګرتيا اوسني اړيكې به لا مستحكم شي۔اولس مشر ووئيل چې چين د خپل اولس د ژوند معيار ښه كولو له لويه كاميابۍ ترلاسه كړې ده۔وزيراعظم محمد نواز شريف د چين خپل هم څنګ لي كي چيانګ په نامه د مباركۍ پېغام كښې وئېلي دي چې پاكستان او چين يو بل سره د ورورولۍ او نزدې اړيكې لري۔ده ووئيل زمونږ اولس شريك احترام او شريك اقتدارو ته وده وركولو او تحفظ لپاره د يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ دي۔وزيراعظم ووئيل چې چين او پاكستان په اقتصادي راهدارۍ عمل درآمد كولو سره يو نوې دور كښې داخل شوي۔ده ووئيل زه هيله لرم چې سباؤن كښې به زمونږ اړيكې لا مستحكم شي۔وزيراعظم ووئيل دواړه هېوادونه په سيمه ايز او نړيوال فورمز د يو بل ملګرتيا كوي او د سيمې امن او سلامتيا له يې پھ ګډه كردار ترسره كوی۔ده د دې باور څرګندونه وكړه چې پھ شريكو ګټو اډانه دې مرستې ته به سباؤن كښې لا وده وركولې شي