افغانۍ مېرمنې د ژوند په هره څانګه كښې موجود دي۔ اشرف غني

برسلز 06 اکتوبر (اے پي پي) د افغانستان اولس مشر اشرف غني وئيلي دي چې هېواد كښې مېرمنې هم په مهمو او مركزي چوكو وظيفه ترسره كوي۔ برسلز كښې په افغانستان كښې د مېرمنو كردار پحقله سېمينار ته خپله وېنا كښې اشرف غني ووئيل نن افغانۍ مېرمنې د ژوند په هره څانګه كښې موجود دي چې پكښې وزيرانې او سفيرانې شاملې دي او دوي په بشپړه توګه خپلواكه دي۔ ده ووئيل په افغان دولت كښې څلور وزارتونه مېرمنو سره دي او دغسې د نړۍ په څلورو هېوادونو كښې مېرمنې سفيرانې هم وظيفه ترسره كوي۔ ده ووئيل د افغانستان آئین له مخې مېرمنو ته د وركړې شوي كردار به خيال ساتلې شي۔ د افغان مېرمنو د زده كړو په اړه ده ووئيل زمونږ هېواد كښې د زده كړې دائره پراخه كړې شوې ولې بياهم د معياري زده كړو په مېدان كښې مونږ كوم لوئې پرمختګ نه دے كړے۔