ازبکستان كښې صدارتی ټاكنو لپاره 4 كانديدان رامخې ته شوي

تاشقند 30 اکتوبر (اے پی پی) ازبکستان كښې د دسمبر په 4مه نيټه كيدونكي صدارتی ټاكنو لپاره الیکشن کمېشن 4 كانديدان رجسټر کړې دي چې پكښې لنډ مهال اولس مشر شوت مرضیوف هم شامل دے۔ د زیاتره مشاهدینو خیال دے چې مرضیوف ته په دې ټاكنو كښې د ښكاره اکثریت ترلاسه كيدو امکان دے۔59 كلن مرضیوف 2003 راهېسې د هيواد وزیراعظم دے او لبرل ډیموکریټك ګوند هغه خپل كانديد جوړ كړې دے