آئي ډي پيز لپاره د بېړنۍ مرستې او بحالۍ لپاره د خوراك او كركيلې په اړه د نړيوالې ادارې كردار د ستائنې وړ دے ۔ د وزیراعظم محمد نوازشریف د اېف اے او ډائرېکټر جنرال جوزے ګرازیانیو ډسلوا سره خبرې

اسلام آباد 06 اکتوبر (اے پي پي) وزیراعظم محمد نوازشریف پاکستان د غربت خاتمې او غذائي تحفظ له د خوراك او كركيلې په اړه د نړيوالې ادارې د كردار ستائنه كولو سره وئيلي دي آئي ډي پيز لپاره په بېړنۍ توګه مرسته او بحالۍ له ملاتړ كولو په لړ كښې د اېف اے او كردار د ستائنې وړ دے۔ وزيراعظم دا خبرې د اېف اے او ډائرېكټر جنرل جوزے ګرازیانیو ډیسلوا سره د زيارت په ورځ وزيراعظم هاٶس كښې وكړې۔ وزیراعظم پاکستان كښې د روزګار او د كلي والو سيمو پرمختګ لپاره د ادارې د اقداماتو ستائنه كولو سره ووئيل په ځپلېو سيمو كښې د ادارې روزګار پروګرام هم د ستائنې وړ دے ۔ د وزیراعظم هاؤس لخوا د جاري شوې بيان له مخې نوازشریف وئيلي دي حكومت به د اېف اے او د غذائي تحفظ لپاره هلو ځلو له هر ډول مرسته كوي۔ جوزے ګرازیانیو ډیسلوا ووئيل اداره ټولو لپاره غذائي تحفظ وركولو له هڅې كوي دغسې چې خلقو ته د اعلٰې معيار زيات خوراك باقاعده رسنه باوري كړې شي ۔ ده ووئيل د ادارې د هلو ځلو مقصد ښه انتظام او د زمكې٬ اوبو ٬ هوا ٬ موسم او د نامياتي وسيلو كارولو د لارې ولوله او صحت مند ژوند ته خلق اختيار منده جوړول دي۔ ډيسلوا وزیراعظم پاکستان كښې د بېلا بېلو څانګو روانو پروژو نه هم خبر كړو۔ په پلاوي كښې د اېف اے او د ډي كېبنټ استازي كائي مهارا او د اېف اے او كنټري نمائنده پيټرك ټي اېونز شامل وو۔ په دې موقع د غذائي تحفظ او تحقيق وزیر سکندر حیات بوسن هم موجود ٶ۔