1223 مېګاواټ صلاحيت لرونكې كمبائنډ سائيكل بلوكي پاور پلانټ به په جنورې 2018 كښې د ترسره كېدو نه پس پوره استعداد سره پېداوار پېل كړي

لاهور 03 ستمبر(اے پي پي) 1223 مېګاواټ صلاحيت لرونكې كمبائنډ سائيكل بلوكي پاور پلانټ به په جنورې 2018 كښې د ترسره كېدو نه پس پوره استعداد سره پېداوار پېل كړي٬ په پروژه 50 فيصده سول ورك او د الېكټرو مكنېكل پشمول په مجموعي توګه 30 فيصده كار ترسره شوے٬ پروژه ماحول دوست كېدو سره سره د 61.6 فيصده صلاحيت لرلو سره په كم لګښت د زياتې برېښنا پېدا كولو صلاحيت لري۔ د پروژې لنډ مهاله جنرل منېجر انجينئر محمد اسلم بټ اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې د دې پروژې وړومبې پړاؤ به په اګست 2017م كښې ترسره شي او قومي ګرډ ته به د 386.5 مېګاواټه برېښنا رسنه پېل شي۔ پروژه به په كال 2018م كښې په بشپړه توګه ترسره شي۔ ده ووئيل چې دا پروژه 1223 مېګاواټه صلاحيت لري او دې سره به د برېښنا لوډشېډنګ په كمېدو كښې مرسته وشي۔ ده ووئيل چې په پروژه شپه ورځ كار روان دے۔ ده ووئيل چې په پروژه 2160 كاركنان او 280 انجينئران كار كوي۔ ده ووئيل چې پلانټ په 168 اېكړه زمكه جوړولې شي چې پكښې د 132 اېكړه پلانټ اېريا شامله ده۔ ده ووئيل چې دلته د 500 كے وي ګرډ سټېشن او د 500 كے ويخ سويچ يارډ اېريا هم موجود ده۔ ده ووئيل چې فيول سټورېج لپاره 40000 كيوبك ميټره دوه ټېنكې هم جوړولې شي۔ د باربن الېكټرك انټرنېشنل پراجېكټ منېجر فينګ زينيو اے پي پي سره په خبرو كښې ووئيل چې دا پلانټ د پاكستان او د چين د دوستې مثال دے په كوم چې چينائي انجينئران شپه او ورځ كار كوي۔ ده ووئيل چې دا پروژه به په وخت ترسره كولې شي۔ د حبيب رفيق پرائيوېټ لمېټډ پراجېكټ منېجر فرخ علي ووئيل چې په پلانټ سول وركس په تندې سره روان دے او په څلور پنځه مياشتې كښې به ترسره شي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم محمد نواز شريف په نومبر 2015م كښې د پلانټ پرانسته كړې وه او د دې نه پس په پروژه شپه او ورځ كار روان دے۔ ده ووئيل چې د كاكنانو امنيت لپاره ښه انتظامات شوي دي۔