په ډېره اسماعيل خان كښې په ټرافيكي پېښه كښې د يوې كورنۍ 7 غړي مړه او 4 ژوبل شوي

اسلام آباد 19 ستمبر(اے پي پي) په ډېره اسماعيل خان كښې په ټرافيكي پېښه كښې د يوې كورنۍ 7 غړي مړه او 4 ژوبل شوي دي۔ د شخصي ټي وي راپور له مخې دا پېښه د ډېره اسماعيل خان په كوټ فلك سيمه كښې هغه مهال رامېنځ ته شوه كله چې د ډرائيور نه پك اپ ګاډې بې قابو شو او ژورې كندې ته پرېوتو۔ په پېښه كښې د يوې كورنۍ 7 كسان مړه او 4 ژوبل شوي دي۔ ژوبل شوي كسان د ډېره اسماعيل خان مركزي روغتون ته رسول شوي دي۔ په مړو كسانو كښې دوه مېرمنې او دوه ماشومان هم شامل دي۔