په چيچه وطني كښې به د قومي اسمبلۍ په حلقه اېن اے 162 كښې ضمني ټاكنې ﴿نن﴾ كېږي

اسلام آباد18 ستمبر (اے پي پي) په چيچه وطني كښې به د قومي اسمبلۍ په حلقه اېن اے 162 كښې ضمني ټاكنې ﴿نن﴾ كېږي۔ په دې ټاكنو كښې به 3 لكه 40 زره رائې وركوونكي خپل د رائې حق كاروي۔ د پوځ په څارنه كښې د انتخابي سامان د رسنې كار ترسره كړې شوې۔ ټاكنو لپاره ټولې 293 پولنګ سټېشنې جوړې كړې شوې دي چې پكښې 99 حساسې او 22 زياتې حساسې ګرځول شوې دي۔ په دې حلقه كښې د مسلم ليګ﴿ن﴾ طفېل جټ٬ د تحريك انصاف رائے مرتضٰي او د پيپلز ګوند شهزاد سعيد چيمه ترمېنځه د سختې مقابلې توقع ده