په پروژه درې نيم اربه روپې لګښت راغلې٬ په كوئله چلېدونكې دا پروژه په صنعتي څانګه كښې تر ټولو لويه او ځانګړې پروژه ده

APP87-02 KALA SHAH KAKU: September 02 - Prime Minister Muhammad Nawaz Sharif addressing a gathering after inaugurating Lahore Eastern Bypass. APP photo by Chaudhry Ansar

فېصل آباد 03 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم محمد نواز شريف د خالي په ورځ په نجي څانګه كښې په فېصل آباد كښې د 40 مېګاواټه په كوئله چلېدونكې د توان پروژې پرانسته وكړه۔ په دې موقع د پنجاب ګورنر محمد رفيق رجوانه٬ د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف٬ د منصوبه بندې او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال٬ د تجارت وفاقي وزير خرم دستګير٬ د اوبو او برېښنا دوهم وزير عابد شېر علي او نور اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ ستاره كېمكل انډسټريز لمېټډ په فېصل آباد كښې د 40 مېګاواټه پروژې پرانسته د توان په څانګه كښې د خپل انحصادې په پلو مهم پرمختګ دے۔ په دې موقع د ستاره كېمكلز انډسټريز چيف اېګزېكټو ميا محمد ادريس په پروژه رڼا واچوله۔ د نجي څانګې لخوا داسې پروژې پېل كول د ډاډ وړ خبره ده۔ دې سره به په هېواد كښې د برېښنا په كمبوت قابو موندلو كښې مرسته وشي۔ په پروژه درې نيم اربه روپې لګښت راغلې٬ په كوئله چلېدونكې دا پروژه په صنعتي څانګه كښې تر ټولو لويه او ځانګړې پروژه ده۔ د نوې ټېكنالوجې په دې پروژه كښې د خپلې څارنې نظام هم موجود دے چې له مخې ئې 24 ساعته د ماحول حفاظت باوري كړے شوے۔