په نيويارك كښې د برتانېې د قونصل خانې په وړاندې د الطاف حسېن په ضد د ګڼ شمېر پاكستانيانو مظاهره

نيويارك 03 ستمبر (اے پي پي) د امريكې په نيويارك ښار كښې د برتانېې د قونصل خانې په وړاندې د الطاف حسېن په ضد ګڼ شمېر پاكستانيانو مظاهره كړې او د برتانيې د حكومت څخه ئې غوښتنه كړې چې د الطاف حسېن په ضد دې اقدامات وكړي۔ ګډون كوونكو ووئيل چې الطاف حسېن برتانيه د پاكستان په ضد د مركز په توګه كاروي٬ د برتانيې حكومت دې د دې مخ نيوې وكړي۔ ګډون كوونكو د پاكستان په حق او د الطاف حسېن په ضد سختې نعرې هم ووهلې٬ مظاهرچيانو د پاكستان بېرغ هسك كړے و۔