په كالا شاه كاكو كښې د بائي پاس جوړېدو سره د اولس پخوانې ستونزه حل شوه۔ رانا تنوير حسېن

اسلام آباد 03 ستمبر (اے پي پي) د دفاعي پېداوار وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي چې وزيراعظم محمد نواز شريف پاكستان جديد او پرمختللې هېواد جوړول غواړي۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې ده ووئيل چې كله د پاكستان مسلم ليګ﴿ن﴾ حكومت اقتدار ترلاسه كړو نو هېواد د توان بحران او د ترهګرې پشمول يو شمېر چېلنجونو سره مخ و۔ د پاكستان حالات داسې نه و لكه څنګه اوس دي۔ ده ووئيل چې وزيراعظم د خپل وژن له مخې پاكستان يو جديد او پرمختللې هېواد جوړول غواړي او په هېواد كښې د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پشمول نوې ګڼ شمېر پروژې د دې لړې كړۍ دي۔ ده ووئيل چې د ده په سيمه كالا شاه كاكو كښې د بائي پاس جوړېدو سره د اولس پخوانې ستونزه حل شوه۔ ده ووئيل چې وزيراعظم د خپل وژن په نتيجه كښې د اولس په زړونو كښې اوسي۔