په جمهوريه كانګو كښې د هيضې په وبا كښې 570 كسان مړه شوي۔ ډبليو اېچ او

كنساشا 03 ستمبر (اے پي پي) د روغتيا نړيوالې ادارې ﴿ډبليو اېچ او﴾ وئيلي دي چې په جمهوريه كانګو كښې د هيضې په وبا كښې 570 كسان مړه شوي۔ د المانې مېډيا له مخې د روغتيا نړيوالې ادارې په كانګو كښې د هيضې په وبا اندېښنه ښودلې۔ د نړيوالې ادارې د شمېرو له مخې د وبا له امله 18 زره خلق ځپلي شوي دي چې پكښې 570 مړه شوي دي۔ د روغتيا نريوالې ادارې له مخې د كانګو په پلازمينه كنساشا كښې د واكسينو كمپائن پېل كړے شوے۔ د يادونې وړ ده چې په نرۍ كښې هر كال يو لك 42 زره كسان د دې ناروغې دلاسه خپل ژوند دلاسه وركوي۔