په ایران د بندیزونو پورته كيدو نه پس د دواړه هيوادونو اعلیٰ قیادت تجارتی حجم تر 5 اربه ډالرو رسولو ته سلا شوې ٬ د پاك ایران ګاز پائپ لائن په پروژه كار روان دے۔ سرتاج عزیز

اسلام آباد 05 ستمبر(اے پی پی) د خارجه چارو سلاحكار سرتاج عزیز وئيلي دي په ایران د بندیزونو پورته كيدو نه پس د دواړه هيوادونو اعلیٰ قیادت تجارتی حجم تر 5 اربه ډالرو رسولو ته سلا شوې دې ٬ د پاك ایران ګاز پائپ لائن په پروژه كار روان دے۔ د ګل پھ ورځ قامی اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د شمس النساء د پوښتنې په ځواب سرتاج عزیز ووئيل په ایران د بندیزونو پورته كيدو نه پس تجارتي اړيكې ښې شوي دي ٬ ده ووئېل اوس د بنکنګ په چارو كار روان دے ۔ده ووئيل د ګاز پائپ لائن په پروژه هم كار دے د دواړھ هيوادونو مشرانو تجارتی حجم تر 5 اربه ډالرو رسولو ته سلا شوې دې ۔