په افغانستان كښې ټرافېكي پېښه٬د مېرمنو او ماشومانو پشمول 36 كسان مړه او 28 ژوبل شوي

كابل 04 ستمبر (اے پي پي) په افغانستان كښې د مسافرو بس او د تېلو ټانكر خپله كښې ټكر شو چې په نتيجه كښې يې 36 كسان مړه او 28 ژوبل شوي۔ځايې پوليس له مخې پېښه د اتوار په ورځ زابل صوبه كښې د كابل قندهار په ستره لار رامخې ته شوي چرته چې د تېلو ټانكر د بل پلو څخه راروان د مسافرو بس سره ټكر شوې٬د مسافرو بس د قندهار څخه كابل ته روان وو۔چارواكو له مخې د پېښې نه پس په بس كښې اور ولګېدو۔دغسې مړو شويو كسانو كښې ماشومان او مېرمنې هم شامل دي كوم چې روغتون ته رسولې شوي